ایکنانیوز راپور ورکړی، د اسلامی انقلاب معظم لارښود د هیواد له عمومی میرمنو سره په وروستۍ ناستې کې د د خپلې وینا لپاره دقرآن کریم څو آیتونه مستند ګرځولي دي ، یعني د اسرا سورې ، ۷۰ آيت. د توبې سورې ۷۱ آیت، د احزاب سورې ۵۳آیت او د تحریم سورې ۱۱ او ۱۲ آیتونه او د بقرې سورې هم ۲۲۸آیت .
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د خپلې وینا په یوې برخې کې د احزاب سورې په ۵۳آیت باندې په استناد سره وفرمائيل؛ د حجاب موضوع یو داسې شی دی چې دجنسي جاذبې په خطر کې محدودیّت رامینځةکوي، له دې امله په اسلام کې پر حجاب ډير ټينګار شوی دی. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَنْ يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَىٰ طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَٰكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانْتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنْكُمْ ۖ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ ۚ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ۚ ذَٰلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ ۚ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَنْ تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَنْ تَنْكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِنْ بَعْدِهِ أَبَدًا ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمًا»
؛ ائ هغسې کسانو چې ایمان مو راوړی دی، د پیغمبر کوټو ته داخلیږئ ، مګر دا چې د (خوړولو) لپاره تاسو ته د دعوت درکړل شي، ( هغه هم ) بې له دې چې دهغو د پخیدا په انتظار کې ووسئ.
خو کله چې دعوت شئ ،نو بیا ننوځئ، او کله خواړه وخورئ ،نو تیت پرک شئ (ووځئ ) بې له دې چې په خبرو لګیا شئ.
د تاسو دغه (چلند) پیغمبر کړوي،خو له تاسو شرم کوي ، او اوس دا چې خداي له حق وئيلو شرم نه کوي، او که د (پیغبمر ) له میرمنو څه شئ وغواړئ نو له پرَدې شا ئې وغواړئ ؛ دا د تاسو داو دهغوي د زړونو لپاره لا پاکیزه دی، او تاسو حق نه لرئ، د خداي رسول خپه کړئ:::
او مطلقا (باید) دهغه له میرمنوسره له (مرګ ) وروسته نکاح ونه کړئ ،ځکه دغه (کار) دخداي په نزد تر یوه لویه (ګناه ) ده .
دا مومنانو ته خطاب دی او په دې کې د اسلام له پیغمبر (ص) و دهغه بزرګوار له کورنۍ سره د معاشرت اداب بیان شوي دي .